د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کندهار تاڼې تېښتدلی پولیس وژل شوی دی


افغان چارواکي وایې د پولیسو هغه پخوانی سرتیری چې څه موده مخکې د کندهار له یوې څارخانې څخه تښتیدلی وو، په تخار کې د پولیسو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د پولیسو دا پخوانی سرتیری په کندهار کې د یو شمیر بهرنیو ځواکونو د وژلو په تور توقیف شوی وو.
د تخار د والي ویاند سلیمان مرادي مشال راډیو ته وویل، چې د روزي په نامه دا کس تیره شپه د تخار ښار په اړوندو کې وژل شوی.

له تخاره په یو بل خبر کې راغلي، چې نن تر غرمې مخکې د دې ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو سیمه ییز پولیس ووژل شو او د اته ملیکانوپه ګډون درې نور ټپیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG