د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سند کې د خپلواکۍ په ورځ شخړې زیاتي شوي



کراچۍ: د سند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې اسماعیلي مسلکه خلکو په دوه جوماتونو د لاسي بمونو حملې شوي دي.


پولیس وایي د دغو حملو له وجې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او له ۳۰ څخه زیات ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دغه حملې د ښار په کریم اباد او میټرویل سیمه کې مخې ته راغلي دي.

د مرکزي کراچۍ د پولیسو مشر ایس ایس پي عامر فاروقي تیره شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل:

((لومړنۍ برید د کریم اباد په جماعت خانه شوې چې یوه ښځه او یو ماشوم په کې وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.تر دې برید لږه شیبه روسته د ښار د سایټ ټاون په میټرویل سېمه کې هم د اسماعیلي مسلکه خلکو پر یوه بل جومات ورته حمله شوي ده.))

د یادې سیمې ایس ایچ او طفیل احمد مشال ته ویلي، د برید په مهال په جماعت خانه کې یو شمیر کسان په عبادت بوخت و خو یاد برید چاته مرګ ژوبله نه ده اړولي.

بلخوا ته د سند صوبې په دویم لوي ښار حیدر اباد او نورو ښارونو کې هم د لاسي بمونو د حملو پېښې شوي دي.
د سیمې پولیس وایي، دغه حملې د سند صوبې په دادو، محراب پور، بې نظیر اباد او لاړکانه کې د نهي په شپه مخې ته راغلي دي .

پولیس چارواکي زیاتوي دغه حملې د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت جنډو یا بیرغونو په پلورونکو ترسره شوي دي چې له امله یې د دغه بیرغونو یو پلورنکې شعیب وژل شوی دی .
د یادو چاودنو په اړه د حیدراباد ایس ایس پي اسماعیل میمن زیاتوي:

(( ځینې داسې بیلتون غوښتونکې ډلې دي چې هغوي د ۱۴ اګست ورځ د تورې ورځې په توګه د نمانځلو اعلان کړی دی، ماته داسې ښکاري چې دا حملې د دغو ډلو کار وي ، دوی د سند صوبې په مختلفو ښارونو کې د ازادې د ورځې په مناسبت جوړ شوي د بیرغونو دوکانونه په نښه کړي دي او ځینې دوکانونه یې سوځولي هم دي ))

د اسماعیل میمن په خبره د حملو روسته دوی په ځانګړې توګه د هغو ځایونو د امنیت لپاره لازم ګامونه پورته کړي دي ، په کومو ځایونو کې چې د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت نن د چهارشنبې په ورځ دستورې او غونډې کیږي .

تراوسه کومې ډلې په کراچۍ کې د اسماعلیانو په جوماتونو باندې نه د بریدونو پړه نه ده منې او نه چا د سند صوبې په ښارونو کې د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت په جوړو شویو دوکانونو د بریدونو ذمه واري په غاړه اخیستې ده .
XS
SM
MD
LG