د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د چپې درې ولسوالۍ نه ده کلابنده"


د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو لخوا د کونړ د چپه درې ولسوالۍ محاصره کیدل رد کړه.


د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن د دوشنبې پر ورځ په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې امنیتي ستونزې موجودې دي، خو داسي نه چې مخالفینو دې محاصره کړې وي.


( په ټولو ولسوالیو کې چې پولیس او یا ملي اردو جندي شتوالی (فزیکي حضور) لري، په خاصه توګه په چپه درې کې موږ ستونزي لرو خو دومره جدي ندي چې موږ ورته محاصره و وایو. په چپه درې کې زموږ عملیات پیل شوي انشاالله پایلي به یې ژر در ته اعلان کړو. )

مخکې تر دې داسي راپورونه خپاره شول چې وسله والو طالبانو له دریو ورځو راهیسي د کونړ چپه دره ولسوالۍ محاصره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG