د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پینځه کسان وژل شوي دي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم د تشدد لړۍ دوام لري په تازه پيښو کې د یو پولیس په ګډون پینځه کسان د نامالومه وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د کراچۍ پولیس وایي تېره شپه دغه پېښې د ښار په ناظم اباد،بلدیه ټاون،اورنګي ټاون او ګارډن په سېمو کې رامخې ته شوي دي.

یاده دې وي چې په کراچۍ کې د تشدد لړۍ د تېرې اوږدې مودې راهسې روانه ده ، چې د بشري حقونو د کمشن د شمیرې له مخې په دغو وژنو کې د سږ کال په لمړنیو شپږو میاشتو کې له ولس سوو څخه کسان وژل شوي چې پکې د بیلابیلو سیاسي او مذهبي ګوندونو د کارکنانو ترڅنګ یو شمیر پولیس سرتیري هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG