د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ۱۰ بلوڅ وسله وال وژل شوي دي


په بلوچستان کې د نا امنۍ لړۍ روانه ده او په تازه پېښو کې شا و خوا ۱۰ کسان وژل شوي دي چې په کې زیاتره بلوڅ وسله وال دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر اکبر دراني د شنبې پر ورځ وویل، شپږ وسله وال کوټې ته نېږدې د بولان په سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د ده په خبره، نور بیلتونغوښتونکي ملتپالي په مستونګ کې د ملېشې ځواک سرتېرو وژلي دي.

د بولان مرستیال کمېشنر له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، وژل شوي کسان هغه دي چې څو ورځې مخکې یې په مچ سیمه کې د ۱۳ پنجابیو مساپرو (مسافرو) په وژنه کې لاس لاره.

بل پلو له ډېره بګټي راغلي رپورټونه وايي، په دې سیمه کې دوه حکومت پلوه کسان وژل شوي دي.

تر اوسه بلوڅ وسله والو د حکومت د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چودري په بلوچستان کې د نا امنۍ پېښو په اړه پخپله نوټس اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان تاو تریخوالي او نا امنۍ په پېښو کې تېره اوونۍ شاو خوا ۶۰ کسان ووژل شول چې په کې د پولیسو یو لوړ پوړی افسر ډي آی جي فیاض احمد سنبل او د پولیسو نور افسران هم شامل ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG