د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه امریکايي منلې تر ۱۰ کالونو یې درې نجونې بندي کړې وې


یو امریکايي سړی چې د دري ښځو په تښتونې ، جنسي تجاوز او شکنجې تورن شوی وو په خپل کور کې يې د یوې لسیزي لپاره ددوي د ساتلو پر اعتراف کولو موافقه کړي ، څو په دې توګه د مرګ له سزا څخه ځان وساتي . څارنوالان وايي په بدل کې به یې ایریل کاسترو Ariel Castro ته د عمر قید سزا ورکول کیږي ، ده ته بي له مشروطی بخښنی زره کاله قېد ټاکل شوي دی . دا دری پنځوس کلن سړي چې پخوا په اوهایو کې د کوم سکول دبس چلونکي وو په بیلابیلو جرمونو تورن دی . دا دری ښځي کله چې د څوارلسو ، شپاړس او شلو کلونو وي د دوه زرمې لسیزې په لومړیو کې تښتول شوې وې . دوی سږکال د مي په شپږمه د کاسترو له کوره وتښتیدي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG