د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په شام کې د کېمیاوي وسلو کارونه"



د ملګروملتونو یو اعلي چارواکې وایي، دغه ادارې ته په شام کې د کیمیاوي وسلو د دیارلسو حملو په اړه ویل شوي دي.


د منځني ختیځ لپاره د سولې د بهیر استازي رابرټ سیري پرون د ملګروملتونو سلامتي کونسل ته وویل چې د ملګروملتونو مشر بانکي مون د شام په اته ویشت میاشتنۍ جګړه کې د کمیاوي وسلو د استعمال په اړه ډېر اندیښمن دی.

سیري دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د ملګروملتونو د کیمیاوي وسلو د تحقیقاتو مشرایک سیلسټروم او د بې وسلې کولو د چارو مشره انجیلا کین له د مشق څخه د کتنې په مقصد بیروت ته رسیدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG