د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردک: نښته کې یو شمیر مړه و ژوبل



د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته شوې ده.


دوی وايي، په نښته کې له دواړو غاړو شپږ تنه وژل شوي دي
پرون د دوشنبې پر ورځ طالب وسله والو د جلرېز ولسوالۍ په زېولات سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې ده.

دوی وايي، د وسله والو په بريد کې درې تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي خو وايي، په ځوابي ډزو کې درې تنه طالبان هم وژل شوي او يو شمېر يې ژوبل دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، په نښته کې يو سيمه ييز پوليس او ډېری طالبان ژوبل شوي خو د ټپي شويو طالبانو کره شمېره ورته نه ده مالومه ده.

دی وايي، تر نښته وروسته د وسله والو سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي او موټر سايکلونه هم پوليسو ته ورپاتې شوي دي.

"طالبانو د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د محلي پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی دی، چې درې تنه سيمه ييز پوليس پکې وژل شوي دې، وروسته چې د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې، په کې د يو عرب په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او ډېر نور ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG