د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د اې اېن پي پر غړو برید ۲وژل شوي ۵ ژوبل


د عوامي نېشنل ګوند پر غړو برید دوه تنه ووژل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:30 0:00

د عوامي نېشنل ګوند پر غړو برید دوه تنه ووژل شول

که انتهاپسندو د حملو په ذریعه اې اېن پي له الیکشنه وویستله خو د خلکو له زړونو نه،ځکه خو د ولس او زموږ ترمنځ د واټن موندلو لپاره بیا بیا حملې کوي

کراچۍ : د پاکستان په لوی کاروباري ښار کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند په سیمه ییز دفتر وسله وال برید د دغه ګوند دوه غړي وژلي او ۵ نور یې سخت ژوبل کړي دي. پولیس وایي پېښه د اتوار او ګل په منځنۍ شپه د کراچۍ ښار په ګلشن بونیر کې مخې ته راغلې ده.


د مشرقي کراچۍ د پولیسو مشر طاهر نوید رسنیو ته ویلي دي چې وسله والو کسانو په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند په سیمه ایز دفتر لومړی ډزې کړي او بیا یې پرې د لاسي بم حمله کړې ده ،چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
د عوامي نیشنل ګوند د ملیر ضلعې د اطلاعاتو سیکرټري یاسر کونډي مشال ریډیو ته وویل، وژل شوي او زخمي شوي کسان د دوی د ګوند غړي دي.

(( زموږ پر یونټ دفتر لومړی ډزې شوې او بیا یې پرې بم غورځولی. په دې کې زموږ د ګوند د ګلشن بونیر د یونټ صدر رضا الله او بل ملګری افروزخان وژل شوي او زموږ ۵ نور ملګري زخمیان شوي دي))

د یاسر کونډي په خبره د حملې ښکار شوی دفتر له تېرې څه مودې راهیسې بند وو خو د دوی کارکنان د روژه ماتې وروسته د ساعت تېرۍ لپاره د دفتر مخې ته ناست ول، چې د وسله والو د حملې ښکار شولو.

یاده دې وي سږ کال د ټولټاکنو پر مهال د وسله والو له حملو راوروسته د کراچۍ ښار په زیاتره سیمو کې د عوامي نیشنل ګوند دفترونه تړل شوي دي.

ګلشن بونیر په کراچۍ ښار کې د پښتنو ګڼ میشته سیمه ده .د مۍ په ۱۱ نیټه د ټولټاکنو په ورځ د پېښې د اوسنۍ سیمې سره نزدې د عوامي نیشنل ګوند په یو بل سیمه ایز دفتر حمله شوې وه چې په ترڅ کې یې د دغه ګوند ۱۲ غړي وژل شوي ول.

په همدې علاقه کې څو میاشتې وړاندې د پولیو ضد څاڅکو ورکونکو ډلو باندې هم حمله شوې وه چې پکې دوه ښځینه کارکونکې وژل شوې وې ، له دې وروسته په یاده علاقه کې امنیتي ځواکونو څو ځل د پلټنې عملیات هم کړي دي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان او د دغه ګوند د سند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید یاده پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

د یاد ګوند چارواکي وایي دوي ته په امنیت ورکولو کې سند حکومت پاتی راغلی او ترهګر چې کله هم وغواړي د دوی کارکنان په نښه کوي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي لیبر سیکرټري راناګل افریدي په دې اړه وایي,

((دې کې شک نشته چې د دوی په حکومت کې د شمولیت پر سر له عوامي نیشنل ګوند سره دشمني وه، اوس موږ حکومت کې هم نه یو بیا هم د دوی (انتهاپسندو) په هدف یو، دا یو نظریاتي جنګ دی چې زموږ او د دوی ترمنځ له پخوا راهیسې جاري دی. دوی که یوې خوا ته مونږ د دې حملو په ذریعه له الیکشنه وویستو خو د خلکو له زړونو یې نه یو ویستلي، ځکه دوی اوس زموږ او د ولس ترمنځ د فاصلو پیدا کولو لپاره وخت په وخت پر موږ حملی کوي))

یاده دې وي په روانه اونۍ کې دا دویم ځل دی چې د عوامي نیشنل ګوند پر غړو او دفترونو وسله والې حملې کیږي . درې ورځې د ښار په اتحاد ټاون کې هم په ورته برید کې د یاد ګوند دوه سیمه ایز عهدیداران وژل شوي ول.

د پرونۍ حملې پړه تراوسه چا نه ده منلې خو تر د دې مخکې په کراچۍ کې د عوامي نیشنل په غړو او مشرانو د ترسره شویو یو شمیر بریدونو پړې وسله والو طالبانو منلې دي .
XS
SM
MD
LG