د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې دوه چاودنې، څلور کسان وژل شوي دي


د پاکستان په تر ټولو لوي ښار کراچۍ کې په دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او د میونېسېپل کمېشنر په ګډون ۵ نور ژوبل شوي دي.

پولیس چارواکي وایي لومړنۍ چاودنه د ښار په عیسا نګرۍ سیمه کې د خالي پر ماښام هغه وخت مخې راغله کله چې له سیمې میونېسېپل کمېشنر متانت علي خان د پولیسو په پیره کې تېرېده.

پولیس زیاتوي په دغې پېښه کې کمېشنر متانت علي خان او د هغه دوه نور ملګري ژوبل شوي او ساتونکی یې وژل شوی دی.

د شنبې پر ماښام په کراچۍ ښار کې دویمه چاودنه د مرکزي ښار په پټېل پاړه کې وشوه.
پولیس وایي، په دغې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان په کې ژوبل شوي دي.

د سي آی ډي پولیسو یوه مشر راجه عمر خطاب د یادې پېښې په اړه د خالي پر ماښام رسنیو سره په خبرو کې وویل:

((فی الحال موږ لومړنۍ پلټنې کوو. خو زما خپل خیال دا دی چې له دغو خلکو سره چوونکي مواد ول. زه ګمان کوم چې همدغه خپل بارود پر دوی په غلطۍ چاودېدلي دي.))

د سيمې پولیس وایي، یاده پېښه په یو کور کې دننه تر روژه ماتي وروسته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG