د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل او فلسطین د سولې خبرې بیا پیلوي


فلسطینیانو او اسراییلو موافقه وکړه چې د سولې مستقیمې خبرې به چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې ځنډېدلې وې بیا پیلوي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري د دواړو خواوو ترمینځ له پرله پسې تماسونو وروسته دا خبر پرون د اردن په سرښار عَمان کې اعلان کړ. کېري دا موافقه د یوې تاریخي بریا په توګه وستایله، او ویې ویل چې امريکا له دواړو خواوو تایید ترلاسه کړی چې د منځني ختیځ د اوږدې شخړې د ختملو له پاره د وروستي حالت په اړه به مستقمې خبرې اترې پیلوي.
کېري وویل موافقه وشوه چې د فلسطینیانو له خوا جګپوړی مرکچې صاحب عرقات Saeb Erekat او د اسراییلو د عدلیې وزیره ځیپي لیفني Tzipi Livni به بله اونۍ په واشنګټن کې خبرې وکړي.
کېري د فلسطینۍ ادارې مشر محمودعباس او د اسراییلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو د دوی د زړور انتخاب په خاطر وستایل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG