د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز دې د سولې پیغام راوړي، افغانستان


کابل - د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې د پاکستان د وزيراعظم د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز به په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د پاکستان د عملي همکارۍ خبر له ځان سره راوړي.


د جمعې پر ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د اتوار پر ورځ کابل ته د سرتاج عزیز له سفره د سولې د عالي شورا د تمې په اړه مشال راډیو ته وویل:

((تر ټولو ښه پیغام چې راوړی شي هغه دا دی چې دوی په افغانستان د سولې بهیر او ملي پخلاینې د پیاوړتیا په برخه کې خپل ټول وس په صمیمیت او خواخوږۍ ولګوي.))

د نوازشریف په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته دا کابل ته د یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.

د سولې بهیر په اړه خبرې به کابل ته د سرتاج عزیز د سفر د اېجنډې په سر کې وي.
XS
SM
MD
LG