د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا



چارواکي وايي، د غزني په رشيدانو ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالب وسله وال تر منځ نښته شوې، چې پکې د دېرشو په شاو خوا کې وسله وال او درې تنه سرتېري وژل شوي دي.

دوی وايي، وړمه شپه سرتېرو د رشيدانو د ولسوالۍ مرکز له يوې سيمې بلې ته لېږداوو، چې په دغه وخت کې ورباندې وسله والو بريد کړی دی.


د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، د رشيدانو د ولسوالۍ مرکز تر دې مخکې په داسې سيمه کې وو، چې هلته ورباندې وسله والو په اسانۍ سره بريدونه کولای شوای، خو وايي، اوس يې يوې خوندي سيمې ته لېږدولی دی.

دی وايي، د مرکز د لېږدولو پر مهال له طالب وسله والو سره نښته شوې، چې څو ساعته يې دوام کړی دی.

"په دغه وخت کې چې د ولسوالۍ مرکز له زاړه ځای څخه نوي ځای ته لېږدول کېده، د طالبانو او سرتېرو تر منځ نښته شوې چې پکې له پنځه ويشت نيولې تر دېرشو تنو پورې طالبان وژل شوي دی."

احمدي وايي، په دغه نښته کې درې تنه سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
خو طالبان بيا خپل لوري ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالب وسله والو وياند بولي وايي، چې رشيدانو ولسوالۍ سقوط کړی او دا مهال د دوی په واک کې ده.

دی وايي، د دغې ولسوالۍ نورې سيمې تر دې وړاندې هم د دوی په ولکه کې وې او د ولسوالۍ مرکز يې وړمه شپه نيولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG