د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام نښته کې هره میاشت ۵ زره کسان وژل کېږي


د ملګرو ملتونو چارواکي وايي د شام په روانه کورنۍ جګړه کې هره میاشت خوا اوشا پینځه زره کسان وژل کیږي. چې له وجې یې د روانډه د ۱۹۹۴م کال له ډله اېزي وژنې وروسته په نړیواله سطحه د کډوالو تر ټولو بد بحران رامنځ ته کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې یو چارواکي وویل په شام کې د وژنو لوړه اندازه دا ښيي چې په موجوده وخت کې ددغه هیواد شخړه په پراخه اندازه زیاته شوی ده.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د شام په/ څه د پاسه درې کلنه شخړه کې تر دې دمه/ د یو لکهو نه زیات کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګې یو مشر انتونیو ګوتیریز ویلي هره ورځ ۶۰۰۰ کسان د شام نه اوځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG