د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس له کبله زاړه کسان حج ته نه شي تللای


سعودي عرب وایي د کرونا وایرس د خپریدو له وجې باید زیات زاړه کسان او ناروغه خلک حج ونکړي. د تیر ستمبر د میاشتې راهیسې په سعودي عرب کې د دغه وایرس له وجې ۳۸ کسان وژل شوي دي.
د دغه هیواد د صحت وزارت په خپلې ویب پاڼې په یو بیان کې د تیر خالې په ورځ ویلي، چې د اکتوبر په میاشت کې به پر دغه حاجیانو دا وړاندیزونه عملي شي، او دا شان به په ماشومانو هم لاګو کیږي. خو دا لا په فوري توګه نه ده څرګنده چې د دغه وړاندیزونو مطلب به داسې حاجیانو ته ویزه نه ورکول وي او که نه. په لکونو خلک هر کال سعودی عرب ته د حج لپاره ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG