د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او پاکستان پاخه ملګري دي


د چین وزیراعظم لي کېکیانګ له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف د پنجاب وزیراعظم شهباز شریف د جولايي پر ۵مه نېټه پر یوه یاداښت تر لاسلیکېدو وړاندې روغبړ کوي.. ۵م جولايي ۲۰۱۳م کال
د چین وزیراعظم لي کېکیانګ له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف د پنجاب وزیراعظم شهباز شریف د جولايي پر ۵مه نېټه پر یوه یاداښت تر لاسلیکېدو وړاندې روغبړ کوي.. ۵م جولايي ۲۰۱۳م کال

ياده دې وي چې چين وزيراعظم لي کي چيانګ خپله اوسنې دورې کې وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ته د چين د دورې دعوت ورکړې وو.

وزيراعظم ميا محمد نواز شريف چينايې سرمايه کارو او بينکرانو سره ملاقات نه پس د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات کړيدې. د پاکستان سرکاري ټي وي ترمخه چې د چين صدر وويل، چې حالات څنګه هم وي دواړو ملکونه به له يو بل سره ملګرتيا کوي.


د دواړو مشرانو ترمينځه افغانستان او تره ګرې خلاف جنګ سره سره منطيقې او بين الاقوامي معاملو باندې خبرې اترې شوې دي.او دې نه علاوه پاک چين تعلقاتو او د سيمي د سيکيورټي په صورتحال يې هم خبرې کړې دي.

د پاکستان سرکاري ټي وي ترمخه چې نن د جمعې پر سهار له صحافيانو سره خبرو کې وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وويل چې چينايې سرمايه کارو او بينکارانو سره خبرې اترې جامع او تعميري وي. او اميد يې څرګند کړو چې دې نه پاکستان کې اقتصادي هلو ځلو کې تيزوالی راشي.

دغه شان په توانايي کارکونکې د چين اورينټ کمپنې صدر ، ميا محمد نواز شريف سره ملاقات کړيدې او د دې خواهش اظهار يې کړيدې چې اورينټ کمپنې راروان کال پورې پاکستان کې د تيل او ګيس پيداروار دوه چنده کول غواړي.

سرکاري ټي وي ميا محمد نواز شريف د خلې وايې چې چين يو کمپنې کراچۍ کې ميټرو ماس ټرانزټ منصوبه شروع کولو کې دلچسپس ظاهره کړيده کوم نه چې به خلکو ته ارزانه او تيز رفتاره ټرانسپورټ سهولت ترلاسه شي.

د پاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف د دې دورې پحقله د بهرنيو چارو کار پوه او پخواني سفارتکار رستم شاه مهمند مشال راډيو ته وويل چې چين پاکستان ډير پخوانې ملګرې دې او هر وخت کې يې پاکستان سره ملګرتيا کړې ده نو د چين دوستې نه پاکستان په اقتصادي توګه او توانايې پحقله فائده ترلاسه کوالاې شي.

"دوه خبرې دې چې چين پاکستان ته بجلي ورکړې ځکه چې ايران او هندوستان ، پاکستان ته د زر زر (١٠٠٠) ميګاواټو بجلې وړانديز کړې دې چې په موجوده بحران قابو اوموندلې شي. بل دا چې د اوږدې مودې خبرې دې چې هغې کې چين کمک کوالاې شي. ځه فکر کوم چې پاکستان سره کوم د کولې او د ګيس کومې ذخيرې دې او کوم چې د بجلې پيدا کولو طاقت دې نو په هغې اوسه پورې کار ندې شوې نو چين په دې اړه موږ سره ډير لوې تعاون کوالاې شي"

د اقتصادي چارو کار پوه ډاکټر معراج الحق وايي:

"چې پدې وخت کې موږ ډير مالياتي مسلو سره مخ يو او زموږ فارن ريزرو شپږ بلينو پورې رارسيدلې دې نو پدې اړه زموږ کمک هم چين کوالاې شي . بل زموږ برامداتو ته يو مارکيټ پکار دې. د ټولو دويمه مهمه خبره دا ده چې چين په تيکنيکې توګه صلاحيت لري او هغې زموږ ډير کمک کولاې شي او کوم چې زموږ د توانايې مسله ده نو هغې کې دوي موږ سره په تکنيکي توګه ډير مدد کوالاې شي"

ياده دې وي چې چين وزيراعظم لي کي چيانګ خپله اوسنې دورې کې وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ته د چين د دورې دعوت ورکړې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG