د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي او وسله وال برید لس تنه ووژل




وسله والو مخالفانو نن د سېشنبې پر سهار د کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې اړوند د سړک نو په سیمه کې د بهرنیانو پر یوه لوژستیکي شرکت ځانمرګې او وسله وال برید وکړه.


امنیتي چارواکي وايي چې؛ په دې برید کې د سوپریم په نامه شرکت یو شمېر نیپالي ساتونکي او څو تنه افغان ډرایوران وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي تاییدوي چې؛ په دې پیښه کې ټول لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي د پیښې په ځای کې خبریالانوته وویل چې؛ په وژل شوو او ټپیانو کې بهرنیان ،ملکي افغانان او بریدګر شامل دي.

هغه زیاته کړه چې؛ د سوپریم شرکت څلور نیپالي ساتونکي، دوه افغان ډرایوران او څلوربریدګر په وژل شوو کې شامل دي:

"په دې پېښه کې څلور نیپالیان چې د همدې کمپنۍ ساتونکي وژل شوي ،د دوو ډریورانو مړي موږ له سیمې راوا یستې ،خلکو،کمپنیو اوشرکتونو ته ډیر زیان اوښتی ،په سیمه کې یوشمېر ډریوران اوکلینران ټپیان شوي هم دي چې زه یې تاسو ته کره شمېره نه شم ښودلی."

وسله والو طالبانو نن سهار څلورنیمې بجې د کابل ښار د صنعتي پارکونو په سیمه کې بګرام ته پر غځېدونکې لاره سړک نو کې د سوپریم پر لوژستیکي شرکت برید وکړ.

د کابل امنیتي چارواکي وایی چې؛ برید کوونکو په لومړي سرکې له بارودو بار لارۍ د دې شرکت له دروازې سره وجنګوله او وروسته نورو بریدګرو د دې شرکت پرامنیتی ساتونکو ډزې پیل کړې.

د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین مشال راډیو ته وویل چې؛ په دې برید کې پنځه افغان ملکیان ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو څومیاشتو کې پر کابل حملې زیاتې کړي، په تیرو نږدې دوو میاشتو کې دا اوم ځانمرګی او وسله وال برید دی چې په کابل ښارکې ترسره کیږي او د بهرنیانوپه ګډون لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

که څه هم د کابل امنیتي چارواکي وایی چې دوی د وسله والو مخالفانو ډیرې حملې شنډې کړي خو خلک په کابل ښارکې دې پرله پسې حملو ته په پام اندېښمن شوي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې په کابل ښارکې د امنیت د ټینګښت لپاره تدابیر لا زیات او جدي کړي.

راپور:رحمت الله "افغان"
XS
SM
MD
LG