د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې د راتلونکي پاکستان سپرلیګ (پي اېس اېل) لوبې به د ۲۰۲۶ز کال د مارچ پر ۲۶مه پیلېږي او د مې تر درېیمې نېټې به دوام کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ د ډېسېمبر پر ۱۵مه د یادې ادارې د مشر محسن نقوي په حواله لیکلي دي چې دا ځل به په دغو سیالیو کې د شپږو پر ځای اته لوبډلې برخه واخلي.
بیان زیاتوي چې د نویو دوو لوبډلو لپاره به بولي د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ پر اتمه ترسره کېږي.
دا به د پاکستان سپرلیګ ۱۱م ځل وي.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۵م کال پي اېس ایل سیالۍ لاهور قلندرز لوبډلې ګټلې وې. دوی په فاینل یا پای لوبه کې کوټه ګلېډيېټرز ته ماتې ورکړې وه.
د پاکستان سوپر لیګ راتلونکې لوبې په کراچۍ، لاهور، راولپېنډۍ، ملتان او فیصل اباد کې ترسره کېږي.