د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: له تېرو درو میاشتو ۲۹۹پولیس وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چي په تیره یوه میاشت کي د وسله والو مخالفینو په حملو او له هغوی سره په جګړه کي 299 تنه ملي او سیمه ییز پولیس وژل سوي.


د دې وزارت ویاند دغه راز وایي، چې په همدې موده کې ۶۱۸ تنه پولیس ژوبل شوي هم دي.

صدیق صدیقي وایې چې دا مرګ ژوبله د تیر کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله یو ویشت فیصده زیاتوالی ښیې.

ښاغلی صدیقي دغه راز وایې چې په همدې موده کې د وسله والو طالبان تلفات هم شاوخوا پنځوس فیصده زیات شوي دي.

دا پداسي حال کې ده چې افغان ځواکونو ته دوه اونۍ مخکې په ټول افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري ور وسپارل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG