د لاسرسي ځای

تازه خبر

دسند وزیر اعلی وايي انتظامي واک دمرکز سره دی


 دروان کال د جون په شپږ ویشتمه، کراچۍ کې دیوې چاودنې نه پس پولیس والا د پېښې د ځای څارنه کوي.
دروان کال د جون په شپږ ویشتمه، کراچۍ کې دیوې چاودنې نه پس پولیس والا د پېښې د ځای څارنه کوي.

کراچۍ : د جمعې په ورځ سند اسمبلۍ ته په وینا کې د دغې صوبې اعلی وزیر سید قایم علي شا ویلي ، د سند صوبې لوړ پوړي انتظامي چارواکي دده د واک لاندې نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې په اساسي قانون کې د اتلسم ترمیم وروسته که څه هم سند صوبې ته ځینې اختیارات سپارل شوي دي خو د صوبې انتظامي واک اوس هم د مرکزي حکومت سره دی.

(( د صوبې د پولیسو مشر یا ایي جي د مرکزي حکومت لخوا ټاکل کیږي،چیف سیکرټري هم دوي ټاکي، د رینجرو مشر هم زما د واک لاندی نه دی . نه مونږ دوی ته سزا ورکولی شو. دوی ته سزا ورکول یا نه ورکول هم د مرکزي حکومت په واک کې دي.))

د سند صوبې اعلی وزیر زیاته کړه د پخواني فوجي صدر پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال، په کراچۍ کې د پولیسو واک کم کړی شوی او د نیم فوجي دستو یا رینجرو واک زیات کړی شوی و چې لا تراوسه دوام لري.

د قایم علي شاه لخوا دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې له یوې خوا په کراچۍ کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي او له بلې خوا د کورنیو چارو مرکزي وزیر چودري نثار د کراچۍ د بدامنۍ ستونزه د صوبايي حکومت کار بللی، او په دې کې یې د مداخلت نه کولو ویلي دي .

څیړونکي وایي په کراچۍ کې دبدامنۍ یوه وجه دا هم ده چې لوړ پوړي انتظامي چارواکي صوبایي حکومت ته د جواب ورکولو پر ځایې مرکزي حکومت ته جواب ده دي.د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر توصیف احمدخان په دې اړه وایي:

(( د وزیراعلی قایم علي شاه دا خبره سمه ده ، د قانون ترمخه دغه چارواکي صوبایي حکومت د کورنیو چارو د وزارت د واک لاندې پکار دي خو دلته خبره بدله ده . په کراچۍ کې رینجر د امنیت لپاره ګمارل شوي دي خو د هغوي واک د جي ایچ کیو یا د فوجي مشرانو سره دی . چیف سیکرټري او د صوبې د پولیسو مشر لا هم د مرکزي حکومت د واک لاندې دی ، دا او یو شمیر نور لاملونه دي چې له امله یې په کراچۍ کې ورځ تر ورځه امنیت لاپسې خرابیږي.))

د هغه په خبره ، په کراچۍ کې د طالبانو شتون،د سیاسي ګوندونو عسکري ډلې،په کراچۍ کې د اسټبلمشنټ مخصوصې ګټې، د صوبایي حکومت نا اهلي او د مرکزي حکومت د کراچۍ په لور توجه نه ورکولو له امله د کراچۍ امن تباه شوی دی .

یاده دې وي چې په دې ورستیو کې په کراچۍ بمي چاودنو هدفي وژنو او ددې پیښو په غبرګون کې د کاربندیزونو لړۍ تیزه شوې ده، چې له امله یې د کراچۍ ښار په امنیتي او کاروباري وضعیت بد اغیز شوی دی .
XS
SM
MD
LG