د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي طالبان دوی سولې ته اړویستل



د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز چودري ویلي چې افغان طالبان د دوی په هلو ځلو دې ته تیار شو چې په قطر کې دفتر پرانیزي او د سولې په بهیر کې ګډون وکړي.

اعزاز چودري پرون په اسلام اباد کې د اونیزې خبرې غونډې پر مهال زیاته کړېده چې پاکستان ، افغانستان او امریکا په دې لړ کې یو له بل سره په تماس کې دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې اعزاز چودري وویل چې د پاکستان د دورې پر مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمز ډوبین له پاکستانیو چارو سره هم په دې اړه خبرې اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې افغان طالبانو د سولې د خبرو اترو لپاره دا وخت د قطر په پلازمېنه دوحه کې دفتر پرانستی دی.

بل پلو افغان ولسمشرحامدکرزي ویلي دي چې حکومت به یې د دې اجازه ورنه کړي چې د سولې خبرې اترې د افغانستان د کمزوري کېدو سبب شي.

ولسمشر کرزي دا څرګندونې په خپله اونیزه راډیويي وینا کې کړې دي. هغه په قطر کې د طالبانو د دفتر په پرانیستلو کې له مخکینیو هوکړو د طالبانو سرغړونه یو داسې دسیسه بللې ده چې د ده په وینا افغانانو شنډه کړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي پر دې ټینګار وکړ چې افغان حکومت به په هېواد کې د سولې د ټینګولو تر وخته خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ولسمشرکرزي یوځل بیا پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې جګړه پرېږدي ، له خپلو مدني او سیاسي حقوقو ګټه واخلي او په هېواد کې دننه ژوند وکړي.

یو شمیر کارپوهان وايي ولسمشر کرزی د طالبانو او امریکې ترمینځ نیغ په نیغه خبرو ته له زړه نه رضا نه دی او غواړي به چې د طالبانو سره د خبرو پړاو د دوه زره څوارلسم کال تر اپریله وځنډیږي، څو د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG