د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د نشه يي موادو ضد میلیونونه ډالر چرته لګولي؟


د نشه يي موادو سره د مبارزې افغان چارواکي وايي نه پوهیږي چې د جرمونو او نشه يي موادو پر ضد د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په افغانستان هغه میلونونه ډالر چیرې لګولې چې په دې هیواد کې یې د نشه يي موادو سره د مبارزې په نوم تر لاسه کړې دي .

د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې د ادارې مرستیال محمد ابراهیم اظهر مشال راډیو ته دا څرګندونې د ( UNODC ) د هغه راپور له خپریدو وروسته پرون وکړې چې په کې افغانستان یو وار بیا د نړۍ د نشه يي موادو تر ټولو لوی پيدا هیواد بلل شوی دی .

د جرمنو او نشه يي موادو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې د چارشنبې په ورځ په هغه کلني راپور کې چې په ویانا کې خپور شوو وویل ، اوس هم د نړۍ د نشه يي موادو په سلو کې څلور اویا برخه په افغانستان کې پيدا کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG