د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي:سوداګر، ډاکټران، او انجینېران هم پر هړتال


د وزیراعظم رجب طيب اردغان پرضد د روانو احتجاجونو په دوام سره د ترکیې سوداګریزه ټولنې نن د وشنبې پر ورځ د هېواد په لربر کې هړتال کوي.


ښايي ډاکټران، انجینېران او د غاښونو ډاکټران هم په استنبول کې له غازي بڼه(پارک) د احتجاجیانو په زوره د وېستلو پر ضد په ننني کاربنديز کې برخه واخلي.

دوې اوونۍ کېږي چې تقسيم چوک د حکومت ضد مظاهرو مرکز دى. تېره شپه په استنبول کې د پوليسو او احتجاجیانو ترمنځ د ځينو شخړو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ترکيې وزیراعظم رجب طيب اردغان پرون د اتوار پر ورځ د استنبول په يوه غونډه کې خپلو زرګونو پلويانو ته وويل د ده پرضد احتجاجونه د ”تره ګرو“ ګنډکپي ده. ده دا ادعاوي رد کړې چې د يوه ډیکټیټر dictator په توګه چلند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG