د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې چاودنه، اته کسان وژل شوي


پرون ماسپښین د افغانستان د خوست ولایت د لکڼو د چولانو د سیمې په یوه هدیره کې په یوګاډي پسې بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي ، یو تن د کلي ملا امام او یو تن بل ځايي اوسیدونکی هم شامل دي.
د پيښې په ځای کې د امنیه قوماندانۍ د چټک غبرګون قطعې قوماندان محمد سردار مشال راډیو ته وویل، چې پيښه د جنازې له مراسمو وروسته د بیرته ستنیدو پرمهال رامنځ ته شوې ده.
د یادې پیښې مسوولیت تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.بلخوا دخوست والي عبدالجبار نعیمي د یوې مطبوعاتي اعلاميې له لارې یاده پيښه په سختو ټکو کې غندلې ده او دا کار يې د ولس او خاورې د دښمنانو کار بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG