د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا باید افغانستان کې په حملو پټه خوله پاتې نه شي


د افغانستان د ولسمشر ویاند وايي، د پاکستان پوځ او استخباراتو په ملاتړ د وسله والو طالبانو ترهګرو حملو د دوام په وړاندې د امریکا پټه خوله پاتې کیدل د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون امکان کموي.

ایمل فیضي د جمعې پر ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه وویل چې نړیوال، په ځانګړي ډول، امریکا پر دې سترګې پټوي چې د پاکستان استخبارات او پوځي کړۍ د وسله والو طالبانو ملاتړ کوی.

خو بل لوري ته پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي او دا چې دا کار د دوی په ګټه هم دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG