د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران انتخابات: د روحاني رایې تر ټولو زیاتې دي


په ایران کې ، د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې اصلاح غوښتونکی معتدله کاندید حسن روحاني له ۵۰ فیصده د زیاتو رایو په ترلاسه کولو له نورو کاندیدانو مخکې روان دی.

تر پرونیو انتخاباتو پس تر دې ګړۍ اته میلیونه رایې شمېرل شوې دي چې په کې روحاني ۵۲ فیصده او محمد باقر قالیباف ۱۷ فیصده رایې اخیستي دي.

ایراني چارواکي وايي د جمعې د ورځې د انتخاباتو له پاره پنځوس میلیونه خلک د رایې ورکولو جوګه ول، او ۷۰ فیصده خلکو خپلې رایې استعمال کړې دي.

که د حسن روحاني د بریا همدا کچ قایم پاتې شوه او د ټولو رایو له ۵۰ فیصده زیاته برخه یې خپله کړه نو ښايي د جون په ۲۱مه نېټه د دویم پړاو انتخاباتو ته به اړتیا پاتې نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG