د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: په نښته کې اته تنه ووژل شول



نښته پرون د کابل کندهار پر لويه لاره د غزني ښار اړوند په سفنده سيمه کې شوې ده، چې پکې څلور تنه وسله وال طالبان، دوه موټر چلوونکي، يو د عامه ساتنې پوليس او يو ساتنمن وژل شوي دي.


چارواکي وايي، د بهرنيو سرتېرو ځواکونو د اکمالاتي موټرو يو کاروان له کابل څخه زابل ته روان وو، چې پر لاره ورباندې طالب وسله والو بريد وکړ او وروسته د وسله والو او سرتېرو تر منځ نښته هم وشوه.

د غزني د امنيت امير سمونوال اسدالله انصافي وايي، تر نښته وروسته د طالبانو وسلې او ځينې ماينونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

دی وايي، په نښته کې د بهرنيو سرتېرو دوه اکمالاتي موټر هم سوځېدلي دي.

"په سفنده کې طالبانو کمين ورته نيولی وو، کله چې د پوليس ګزمه هلته ورسېده چې سړک کنټرول کړي. له طالبانو سره يې جګړه ونښته، وروسته نور پوليس هم سيمې ته ورسېدل. په دغه نښته کې دوه تنه موټر چلوونکي او يو د عامه ساتنې پوليس وژل شوي دي. يو ساتمن هم وژل شوی دی او څلور نفره طالبان هم وژل شوي دي."

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په غزني کې د هوا له تودېدو سره يو ځل بيا د ناامنيو پېښې له ولسواليو څخه تر ښار پوره رسېدلې دي.

په تېره څه موده کې په ښار کې د ننه او د ښار اړوند په نښتو، بريدونو او چاودنو سربېره دا د ناامنيو څوومه پېښه ده چې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG