د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استنبول تقسیم چوک کیسه




د نيويارک ټايمز په ليکنه کې راغلي، د استنبول تقسيم چوک، چې د خلکو او ګاډو ګڼه ګوڼه به په کې ليدل کېده، د ترکيې وزيراعظم طيب اوردغان پرېکړه کړې چې دغلته به يوه لوی مارکيټ، يوه جمات او د ګاډو د تګ راتګ له پاره يوه ټونل جوړوي.


د نوموړي د دغه تصميم پر ضد د ترکيې خلک ياد چوک ته راوتلي او په مظاهرو يې ګوتې پورې کړې دي. د ورځې له مخې، د موزن ازان د مظاهره کوونکو له ويناو او چغو سورو سره يو ځای کيږي، نو د شپې له مخې بيا مظاهره کوونکي له ډول او سندرو سره خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

ليکنه کاږي، د مصر له تحرير چوکه او د نيويارک له زکوټي باغ وروسته د استنبول د تقسيم چوک مظاهرې دي چې د خلکو لخوا د ځان له پاره د ازادۍ غوښتلو يوه عمده بېلګه ده.

د ايسين په نوم يوې ۴۱ کلنې ښځې، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای تقسيم چوک ته ورغلې وه، نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، تقسيم هغه ځای دی چيرته چې هر يو تن کولای شي خپله خوښي، خپګان، سياسي او ټولنيز نظر له نورو سره په ازاده توګه شريک کړي. نوموړې زياته کړې چې حکومت پرته د خلکو له رای مالومولو، په تقسيم چوک کې د نویو ودانيو جوړولو پرېکړه کړې ده.

ليکنه زياتوي، انقلابونه په يوه لحظه کې او ناڅاپه مخې ته راځي. د تقسيم چوک مظاهره کوونکو وښوده چې د شخصي ازاديو له پاره دغه رقم احتجاجونه پر ټولنيزه ميډيا له کېدونکې مبارزې زيات اغېزمن دي. په ياد چوک کې نااشنا خلکو له يو بل سره وپېژندل، د احتجاج ګډ غږ يې پورته کړ او د ترکيې مشرتابه يې له يوه سياسي بحران سره مخامخ کړه.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، وزير اعظم طيب اردغان وار د مخه د استنبول پر ازدۍ نومې لاره يوه زړه سينما او د چاکليټو يو دوکان، چې د خلکو د خوښې ځايونه وو، نړولي دي.

يادې ورځپاڼې د ټولنيزو علومو د يو استاد او احتجاج کوونکي پيلن تان خبره راخيستې چې ويلي يې دي، موږ غواړو داسې ځايونه ولرو چې په ازاده توګه په کې يو له بل سره ليدلی شو.

د ترکيې وزير اعظم طيب اردغان، په داسې حال کې چې زرګونه پلويان يې ورته غونډ شوي ول او چکچکې يې ورته وهلې، په خپله وينا کې په مظاهره کوونکو د پوليسو زور زياتی وغنده او د ناقانونه کړنو د له مينځه وړلو امر يې وکړ.

نيويارک ټايمز د ودانيو د يوه ماهر ښاغلي کانيپک په حواله ليکلي چې د ښاغلي اردګان دا پرېکړه چې په تقسيم چوک کې به نوې ودانۍ جوړوي، د ترکيې خلکو ته په اول ځل فرصت برابر کړ چې د يوه استبدادي حکومت پر ضد د اعتراض غږ پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG