د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي پر کابل هوایې ډګر بریالۍ کاروايي وستایله


پر کابل هوايي ډګر برید پای ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پر کابل هوايي ډګر برید پای ته ورسېد



نن د دوشنبې پر سپېدو شاوخوا څلور نیمې بجې وسله وال بریدګر د کابل نړېوال هوایې ډګر شمال ته ورڅېرمه یوې نیمه کاره ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې پر هوایې ډګر حمله وکړه چې د چټک غبرګون افغان سربازانو له مېنځه یووړه.


د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال داوود امین مشال راډيو ته وویل چې، ټول حمله کوونکي ترڅلور ساعته مقاومت وروسته له منځه ولاړل.

د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي بیا په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته وویل، چې د وسله والو شمیر اووه تنه ول چې ټول یې ووژل شول.

خو د نوموړي په وینا افغان ځواکونو او ملکیانو ته تلفات نه دي اوښتي.

ولسمشر حامد کرزي د کابل نړیوال هوایې ډګر ته نږدې د وسله والو نننۍ ډله ایزه حمله وغندله او د دې حملې په مهارولو کې یې د افغان ځواکونو چټک عمل و ستایه.


د وسله والو مخالیفینو ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې ګڼو بهرنيو عسکرو ته یې د سر زیان اړولی خو د هغوی ادعا لا تراوسه افغان چارواکو نه ده منلې.

بلخوا افغان چارواکي وایې د زابل په مرکز قلات ښار کې نن پر دوشنبه شاوخوا لس نیمې بجې د ولایتي شورا پر ودانۍ ډله ایزه حمله وشوه.

د زابل د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر غلام جیلاندي فراهي مشال راډیو ته وویل، چې دې شپږ کسیزې ډلې لومړۍ د ودانۍ مخې ته ځانمرګی برید وکړ او ورپسې پاته نور یې د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

عیني شاهدان و ایې چې په پيښه کې یو شمیر ملکیان ټپیان شوي دي.

خو چارواکي وایې، چې په پيښه کې نه ملکیانو او نه هم امنیتي ځواکونو ته کوم زیان اوښتی دی.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG