د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي د بلوچستان په چاغي کې یې ۱۷۹ افغان کډوال نیولي دي


د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر له پیله د افغان کډوالو نیولو او اېستلو ته دوام ورکړی دی. (په سیند کې د نیول شویو افغان کډوالو عکس)
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر له پیله د افغان کډوالو نیولو او اېستلو ته دوام ورکړی دی. (په سیند کې د نیول شویو افغان کډوالو عکس)

د بلوچستان په چاغي کې هغه ۱۷۹ افغانان نیول شوي چې د ځايي چارواکو په وینا په ناقانونه توګه د پاکستان له لارې ایران ته تلو.

په چاغي کې یو لوړپوړي انتظامي چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې نیول شویو دې کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي خو نوموړي په دې اړه نور تفصیل ورنکړ.

چارواکي زیاته کړه چې دا کسان له افغانستانه په ناقانونه توګه لومړی پاکستان ته ننوتي وو او بیا یې هڅه کوله چې ایران ته لاړ شي خو امنیتي چارواکو د چاغي ضلعې له بېلا بېلو سیمو نیولي دي.

دې انتظامي چارواکي وویل چې نیول شوي ټول کډوال اوسهال په بېلا بېلو تاڼو کې بند دي او د قانون د فارن ایکټ له مخې پرې مقدمې جوړې شوې دي.

د پنجاب په حراستي مرکزونو کې بندي افغانان څه وايي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

چاغي د بلوچستان هغه بلوڅ مېشته سیمه ده چې له افغانستان سره پوله لري. په دې وروستیو کې له دې لارې د افغان کډوالو پاکستان ته تګ زیات شوی دی.

د ډېسېمبر بر ۲۱مه هم د چاغي په سمیه کي په یوه ټرافیکي پېښه کې هغه ۹ افغانان وژل شوي او ۱۰ نور ټپي شوي وو چې د چارواکو په وینا، ایران ته روان وو.

د چاغي د پولیسو د مشر محمد شریف کلهوړو د دیسمبر پر ۲۱مه، رسنیوو ته په لېږلي بیان کې ويلي وو چې په هغه ورځ يو مسافر وړونکی ګاډی د تېلو له يو ټانکر سره ټکر شو او دغه مرګژوبله یې رامنځته کړه.

هغوي زیاته کړې وه چې له لومړنيوو څيړنو معلومه شوې چې هغه افغانان له افغانستانه، د بلوچستان له لارې ايران ته پر لاره وو او په قاچاقي ډول هلته تلل.

کلهوړو په خپل بیان کې زیاته کړې چې د هغو افغانانو مړي یې له دالبندین سره نيږدې پر پوله، افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر له پیله د افغان کډوالو نیولو او اېستلو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG