د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف به د پاکستان بهرنۍ تګلاره کنټرول کړي



د پاکستان نوي وزيرعظم نواز شريف په خپله پالیسۍ بيان کې د افغانستان د امن او باثباته حکومت لپاره د سيمه ايز جوړ جاړي پر اهميت زور راوړی او دا خبره یې تکرار کړې چې پاکستان په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.


په اسلام اباد کې د قايد اعظم يونيورسټۍ پروفېسره ډاکټره رضيه سلطانه وايي دا خبرې يواځې نواز شريف نه بلکې په افغانستان کې د امريکا او ناټو هېوادنو په ګډون ټولې ښکېلې غاړې له څه مودې راهيسې کوي خو د نوموړې په خبره د افغانستان په اړه سيمه ايز جوړ جاړي ته رسېدل ګران کار دی ځکه چې له دې سره د ډيرو هېوادونو ګټې تړل شوي دي.

( تر ټولو لوی چلنج دا دی چې په افغانستان کې د پاکستان خپله ګټه ده، همداراز د ايران ګټې بيا له پاکستانه مختلفې دي نو دغه رنګ د ګټو نه يو شانوالی او د ملکونو ترمنځ سيالي تر ټولو لويه ستونزه ده ، همداراز د ايران او هند په اړه د چين ګټې جلا دي، که چېرې په افغانستان کې د امن لپاره پاکستان د طالبانو په مشرۍ حکومت راوستل غواړي نو زما خيال نه دی چې هند ، ايران ، چين او مرکزي اشيایې هيوادونه به یې ورسره ومني ، دغه رنګ د چين چې په يوه صوبه سینکیانګ کې سخت دريځه بېلتونخوښي فعاله دي، نه غواړي چې دوی ته له هېواده بهر پټن ځايونه په لاس ورشي)


خو په پيښور يونيورسټۍ کې د نړيوالو اړيکو څانګې پروفېسر اعجاز خټک وايي، د نواز شريف لخوا له هند سره د اړيکو ښه کولو خبره ښایې چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالیسۍ کې بدلون راوستل غواړي ، د ده په خبره هغه ځکه چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي له هند سره پر دښمنۍ ولاړه ده.

خو په کابل کې د نړيوال مطالعاتي مرکز مشر غفور ليوال وايي د پاکستان لخوا د سيمې په اړه او په خاصه توګه د افغانستان او هندوستان په اړه پالیسي د پاکستان حکومت نه بلکې پوځ جوړه وي نو د نوموړي په خبره د پاکستان نوی وزيرعظم چې د ښي لاسي ګوند مشري هم کوي، نه شي کولی د افغانستان په اړه د خپل هېواد پالیسي ښه کړي.


پروفېسر اعجاز خټک وايي که څه هم نواز شريف د سخت دريځو لپاره نرمه رویه لري خو د ده په خبره ښکاري داسې چې نواز شريف به هڅه کوي، د هېواد پوځ او استخباراتي ادارې په خپل کنټرول کې راولي چې دارنګ د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو په اړه د بهرنېو چارو د پالیسۍ جوړولو اختيار د ولسي حکومت لاسو ته ورشي.


کارپوهان پر دې نظر دي که څه هم د پاکستان د بهرنېو چارو پالیسي د هېواد پوځ جوړه وي خو د دوی په خبره اوس پاکستان له اقتصادي او امنيتي پلوه کمزوری شوی دی او نه شي کولی چې پر يو وخت له افغانستان او هندوستان سره دښمنې وساتي نو دارنګ ښکاري داسې چې د هېواد نوی وزيرعظم نواز شريف به ضرور خپله د بهرنېو چارو پالیسۍ کې بدلون راولي خو کارپو غفور ليوال وايي چې دا بدلون به د پوځ په خوښه راځي.
XS
SM
MD
LG