د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند کې ځانمرګي برید د جورجیا اووه سرتېري ووژل



د جورجیا پوځ وايي، د افغانستان په جنوبي برخه کې یوی ځانمرګې حملې د دوي شپږ سرتېري وژلې دي.


د جورجیا د وسله والو ځواکونو مشر جنرال ایراکلي ځنيلاځې پرون د زیارت ورځ په پلازمېنه تیبلیسي کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې جورجي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې بریدکوونکو په هېلمند کې د دوی د پوځي اډې مخې ته له چاودېدونکو توکو ډکه یوه لارۍ والوځوله.

هغه وویل، په برید کې یو شمېر نور سرتېري ټپیان شوي هم دي. د دې برید مسوولیت طالبانو منلې.

له دې سره په افغانستان کې د جورجیا د وژل شویو پوځیانو شمېره اته ویشتو ته ورسېدله.
جورجیا د غیر ناټو هېوادونو په لیکه کې یواځنی هېواد دی چې په افغانستان کې یې ۱۶۰۰ سرتېري ګمارلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG