د لاسرسي ځای

تازه خبر

د يو قومندان په ګډون پنځه طالبان مړه او نيول شول


د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي چې په کې د طالب وسله والو يو لوړ پوړی جنګي قومندان او د هغه دوه ملګري وژل شوي.


دوی د طالبانو د وژل شوي قومندان نوم قاري نعمت ښيي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په دې سربېره د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې هم افغان سرتېرو د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې دوه تنه وسله وال، له وسلو، چاودېدونکيو توکو او موټر سايکلو سره نيولي شوي دي.

"تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار په رستم خېلو سیمه کې عمليات کړي دي. چې پکې د وسله والو طالبانو د یوه لوړو پوړي قوماندان قاري نعمت په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي. په دې سربېره، د دې ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان له چسپکي ماینونو او یو موټر سایکل سره یو ځای د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي نیول شوي دي."

خوګياڼی وايي، په دغو عملياتو کې افغان ځانګړو ځواکونو او عامو وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ميدان وردګو چارواکو وړمه ورځ خبر ورکړی وو، چې دغه ولايت ته د دوو سوو تنو په شاو خوا کې د پاکستان پوځيان او استخباراتي کارکوونکي له طالبانو سره د طالبانو په جامه کې ورغلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG