د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام آباد: قامي اسمبلۍ نوی سپیکر وټاکلی


د پاکستان قامي اسمبلۍ نن د مسلم ليګ نون اياز صادق د نوي سپيکر په توګه وټاکه. هغه تر ټولو ډير ۲۵۸ ووټونه واخيستل. د نوموړي په مقابله کې ولاړ، د تحريک انصاف ګوند شهريار اپريدي ۳۱ او د متحده قامي مومنټ اقبال قادري در ويشت رايې واخيستې.


د قامي اسمبلۍ درې سوه ديارلس غړو د رايې تر استعمال او د سپيکر تر ټاکلو وروسته، پخوانۍ سپيکرې فهميده مرزا د آياز صادق نه لوړه وکړه.

بلخوا پرون مسلم ليګ نون ډلې مشر نوازشريف اعلان کړ چې بلوچستان کې دوی، د پښتونخوا ملي عوامي پارټي او نیشنل ګوند ګډ حکومت جوړولو په ترڅ کې به ګورنر د پښتونخوا ملي عوامي پارټي او وزيراعلی د نیشنل ګوند مالک بلوڅ وي.

مالک بلوچ پرون مشال ریډيو سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې هغه به د بیلتون پاله بلوڅانو سره د امن لپاره خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې بلوچستان کې ځينې بلوڅ وسله والې ډلې له پاکستانه د بيلتون لپاره وسله واله مبارزه کړي او د مۍ د يوولسمې د انتخاباتو مخالفت يې کړی و.
XS
SM
MD
LG