د ملګروملتو د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټولو ښځو په شمول د ګڼ شمېر اميدوارانو د صلاحیت د ردولو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.
د ملګروملتو کارپوهانو پرون د چارشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: د دغو اميدوارانو د صلاحیت ردول د تعصب پراساس او د نړیوالو اصولو او معیارونو خلاف دی.
د ایران شورای نګهبان، چې محافظه کاره ملایان یې غړي دي، تېره اوونۍ له اووه سوه اميدوارانو څخه، چې د جون د میاشتې د څوارلسمې نېټې د انتخاباتو لپاره یې نومونه ثبت کړي ول، یوازې اته تنه تایید کړل.
دوی هیڅ ښځینه کاندیده نه ده تایید کړې.