د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب: د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته



په فاریاب کې امنیتي چارواکي وایې، چې د دې ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده.


د فاریاب د والي مرستیال عبدالستار بارز دا پېښه تایدوي او وایې چې له دوو ورځو راپدیخوا سلګونو وسله والو پر یادې ولسوالۍ حمله وکړه چې د امنیتي ځواکونو او سیمه ایزو خلکو له مقاومت سره مخامخ شول.

د ښاغلي بارز په خبره په دې وسله واله نښته کې تر اوسه یو وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل ټپي دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې یو شمیر سیمه ییزو خلک هم ټپیان شوي دي خو د شمیر په اړه یې څه نه دي ویلي.

سیمه ییزو خلک له حکومته غواړي چې ژر تر ژره یادې ولسوالۍ ته نور امنیتي ځواکونه هم واستوي.

د فراه سیمه ییزو چارواکي وایې، چې درې پولیس د وسله والو طالبانو په کمین کې وژل شوي دي.

د فراه د پشت رود ولسوال غوث الدین مشال راډيو ته وویل، چې دا درې پولیس تیره شپه هغه مهال د وسله والو په کمېن کې ووژل شول چې له کوره یوې امنیتي پوستې ته روان وو.

وسله والو طالبانو د دې دریو پولیسو د وژلو مسولیت پر غاړه اخیستی.

د یو بل خبر له مخې، په فراه کې یوه وسله واله ډله پرون له دولت سره یوځای شوه.

په فراه کې د سولې د سیمه ییزو کمیټې ریس امیر محمد ایوبي مشال راډیو ته وویل چې، دغې ډلې له څلورو کلونو راپدېخوا په بالابلوک ولسوالۍ کۍ وسله وال فعالیت درلود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG