د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له سوري یاغیانو د وسلو بندیز اخیستل نهيلي کړو"


روس وايي چې د اروپايي ټولنې لخوا به د شام حکومت ضد ياغيانو ته د وسلو پر ورکړي بنديز ليري کول د سولې کېدونکې کانفرنس ته نېغ په نېغه زيان ورسوي.


روس له امريکا سره په ګډه هڅه کوي چې په راتلونکې مياشت کې کانفرنس جوړ کړي خو نېټه يې لا تر دې دمه نه ده ټاکل شوې. پرون اروپايي ټولنه پر دې سلا وکړه چې د شام اپوزېشن ته به د وسلو پر لېږلو بندیز پای ته ورسوي خو شامي ياغيانو ته د وسلو پر ورکړه فيصله نه ده شوې.

د روس ر بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ريابکو نن ويلي چې ماسکو د اروپايي ټولنې لخوا شامي ياغيانو ته د وسلو د ورکړي بنديز ليري کولو ناهيلی کړی دی.

نوموړي پر اروپايي ټولنې د دوه مخيتوب تور ولګاوی او وې ويل چې بلخوا يې د شام پر رژیم د وسلو لېږلو بنديز ته دوام ورکړی دی. بلخوا د شام د اپوزيشن د قامي ايتلاف يو وياند لويې سافي د اروپايي ټولنې پر دې ګام د ناهيلۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې دا ډېر وروسته ډېر لږ څه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG