د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې یو وکیل او د هغه دوه ماشومان ووژل شول



د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچي کې له تيري شپې راهيسې د تشدد په پېښو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي .


پولیس وایي د تشدد یوه پېښه نن سهار د ښار په ماریپور سېمه کې هغه وخت رامنځ ته شو کله چې نامالومه وسله والو پر یو موټر ډزې وکړې .

د ډزو له امله په موټر کې ناست د سند هایي کورټ وکیل کوثر ثقلین او د هغه دوه بچي وژل شوي دي .

د کراچي وکیلانو د یادې پېښې پر ضد په احتجاج لاس پورې کړی دی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG