د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېل پي جي نرخ بیا پورته شو



په غونډ ملک کې د ګيس سلينډرانو کمپنيانو د ايل پي جي په نرخونو کې پنځلس روپۍ اضافه کړېده چې د کورونو د استعمال په سلينډر کې يو سل اتيا روپۍ (١٨٠) او کمرشل سلينډر يې اووه سوه شل روپې(٧٢٠) کې ګران کړېده.


په پېښور کې د ايل پي جي سلينډر خرڅونکي بخت منير مشال راډيو ته وويل، چې د اوګرا د څه نوټيفيکيشن بغير د ايل پي جي کمپنيانو نرخونه سيوا کړل چې نه صرف هغوی ته په کې نقصان دی بلکې ولس ته يې هم ګرانه کړه.

"پيداوار چې کم شي نو نرخ زيات شي ، نو دې له وجې زموږ کاروبار اته نوي فيصده کم شوي دي . د غريب سړي له استعماله دا ايل پي جي وتلې ده، پکار ده چې د دې څه مخنيوی وکړل شي، ځکه چې د ا صرف د غريبانانو د استعمال څيز دی"

د مردان اوسيدونکې ارشد وايي، چې د حکومت او د کمپنيانو خلک به ارزاني کله راولي، هر وخت دوی په څه نا څه طريقه د ضرورت شيان ګرانوي.

"دوی هر څه پنځلس او شل روپۍ ګرانوي نوغريبانان به څه کوي. زموږ په ياد کې دلته هېڅ څيز ارزان نه شو. کوم حکومت چې راځي نو هغه هرڅه ګرانوي. دا غريبانان به کوم خوا ځي ، موږ ته دې د دې خبرې ځای راکړل شي . مزدوري دلته نشته ، ګيس دلته نشته ، بجلي دلته نشته ، پريشاني ده راته ، بس دې حکومت ته مو دا خواست دی. چې زموږ د غريبانانو اواز دې واوري او دا هر څه دې ارزان کړي چې دا غريبانان هم دې ملک کې ساه واخلې"

د ايل پي جي ايسوسي ايشن مشر عبدالهادي د نرخونو سيوا کيدو پحقله مشال راډيو ته وويل چې د ايل پي جي پيداورا کې کمې راغلې دې چې په دغه وجه کمپنيانې ناجائزه فائده وچتوي او خپل نرخونه زياتوي.

"زموږ د ملک بدقسمتي دا ده چې د توانانې نه واخلې د هر څه مسله ده. که حکومت ايل پي جي ته وده ورکړې وې . او موږ ته يې ويلې ول چې درامدات راغواړې او په هغې به ټيکس معاف وي نو هر سړې به درامدات راغوښته او په ملک کې به دومره ايل پي جي وه چې چا به سنبهالولی نه شوه او يو مقابله به وه. خو اوس کومو کسانو ته چې کوټه ورکړل شوې ده ، نو د هغې د منافعې لپاره حکومت سترګې پټې کړې دي ، نو که پيداوار زيات شو نو بيا به نرخونه په ځاې شي او که نه نور هم کم شو نو دا خو لا دا دې نور نرخ به هم وخيژي"

کله چې مشال راډيو په دې باب د تيل او ګيس د نظم ادارې وياند افضل باجوه سره رابطې کولو هڅه وکړه نو پکې بريالې نه شو.
XS
SM
MD
LG