د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې افغان پولیس ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار په هسکې مينې ولسوالۍ کې پینځو تنو سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار د والي ویاند احمدضيا عبدالزي مشال راډیو ته وویل،چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د هسکې مينې ولسوالۍ د شپولې پله سره نیږدې د دوبندۍ په ساحه کې د سرحدي پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په پایله کې دوه تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

بلخوا له سيمې څخه يو شمېر اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل چې دغې چاودنې د شپولې تاريخي پُل ته هم ټکان ورکړی دی.

بلخوا وسله والو طالبانو د دې پيښې مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا يي کړې چې په یاده پېښه کې د امنيتي ځواکونو یو ټانګ ویجاړ کړی او نهه تنه يي وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG