د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ټاکنو نتیجې په سازش اړول شوې"


د عوامي نېشنل پارټۍ د پښتونخوا صوبې مشر افراسیاب خټک
د عوامي نېشنل پارټۍ د پښتونخوا صوبې مشر افراسیاب خټک

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي سېنیټر مشر افراسیاب خټک ويلي د یوې دسیسې تر مخې د انتخاباتو نتیجې د ځینو ګوندونو په حق کې راغلې دي.


د زیارت په ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي لخوا رابلل شوي یوې دستورې ته د وینا پر وخت افراسیاب خټک وویل په سیمه کې د بدلون لپاره د عوامي نیشنل ګوند قربانیاني او فیصلې شاید ځینو قوتونو ته منظور نه وې نو ځکه یی دوی پر خپله خاوره انتخابي مهم ته پرې نه ښودل.

ده وویل چې په پنجاب صوبه کې د الیکشن لپاره یو پرامن ماحول و خو قبایلي سیمې، بلوچستان او خیبر پښتونخوا د وسله والو په رحم و کرم پرېښودل شوي وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG