د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې پر کور د مارټر مرمۍ لګېدلې ده


په خیبر ایجنسۍ د جمرود په وزیر ډنډ سیمه کې تیره شپه په کور د مارټر ګولۍ راپریوته په نتیجه کښې یو ماشوم وژل شوي او اته کسان ژوبل شوی دی،

د خیبر ایجنسۍ د خاصه دارو ځواک لاین آفیسر خانداد آپریدی نن سهار مشال ریډیو ته ویلی دی چې تیره شپه خوا وشا درې نیمې بجې د جمرود په وزیر ډنډ سیمه کښې د حیات حسین نومی تن په کور د نا معلومه ځایه څخه یوه مارټر ګولۍ راپریوته چې پکې یو ماشوم ووژل شو او نور اته کسان ژوبل شول،
نوموړي وویل چې پولیټیکل چارواکو د دغې پیښې پلټنې پیل کړی دی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG