د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف به ښايي په درېیم ځل وزیر اعظم شي




ټایمز مجله لیکي، په ۱۹۹۹م کال کې چې کله په پاکستان کې مارشل لاولګیده، د نواز شریف حکومت ختم کړل شو، لومړی جیل ته او بیا وروسته له پاکستانه د اوو کالو پورې بهر پاتې شو. په دغه وخت داسې فکر کېده، چې د نواز شریف سیاسي کیریر ختم شو. خو اوس په انتخاباتو کې د بریا وروسته معلومیږي، هغه به په درېیم ځل د پاکستان وزیراعظم جوړ شي.

ټایمز لیکي د انتخاباتو د نتیجو نه معلومیږي، د نواز شریف ګوند به اوس نه یوازي په مرکز بلکې په پنجاب کې هم حکومت جوړ کړي. د ووټونو د نتیجو وروسته د مسلم لیګ ن پلویان د لاهور په سړکونو راووتل او د خپل ګوند د کامیابۍ په حق کې یي نعرې ووهلې.

ټایمز لیکي دا وخت د پنجاب او د ټول ملک یوه لویه مسله د بجلۍ لوډشیډنګ دی. په فیصل اباد کې چرته چې مسلم لیګ ن زیاتره سیټونه وګټل، په تیرو وختونو کې د بجلۍ د نشتوالي له عمله یو شمیر کارخاني بندې شوې، او مزدوران د کارونو نه لرې کړل شول. خو په خپل انتخاباتي کمپاین کې نواز شریف دا وویل، دوی به د ملک نه لوډشیډنګ ختموي، او دا د دوی په نظر کې یوه بنیادي مسله ده.

بلخوا په پنجاب کې د انتخاباتو نتیجې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د امیدونو برعکس راوختې، ددې باوجود چې په لاهور کې هغه ډیرې لویې جلسې کړې وې، او داسې اټکل کیده چې دی به په پنجاب کې وګټي خو داسې ونه شوه.

ټایمز لیکې په پاکستان کې دا وخت سیاسي پرمختګ روان دی، او کیدای شي عمران خان په پارلمان کې د یو مضبوط مخالف لیډر په توګه مخې ته راشي. د تیر اتوار په ورځ عمران خان په پنجاب کې خپل شکست ومنو ، خو دا یي هم وویل، د انتخاباتو په ورځ د دوی سره درغلي شوې ده.

ورځپاڼه لیکې ، د نوازشریف لپاره په راتلونکې کې به درې لوی چلینجونه وي، لومړی، د توانایی بحران ختمول، او اقتصاد ښه کول، دوهم په ملک کې دننه ترهګرۍ ختمول او دریم د امریکا سره ښه تعلقات پر مخ بوتلل.

یوه بله مسله به د نواز شریف د حکومت لپاره د لږکیو د مسئلو حل هم وي، ځکه چې د هغه د ورور شهباز شریف په حکومت کې هم د لږکیو د حقوقو د خیال په نه ساتلو
نیوکی شوي دي.
XS
SM
MD
LG