د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د ولسمشریزو انتخاباتو له پاره نوم لیکنه


د ایران پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني او د دې هیواد د اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو سره د مذاکره کونکي وفد مشر سعید جلیلي ځانونه د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په لست کې شامل کړل.

په ایران کې د جون په څوارلسمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي او لږترلږه درې سوه شپيته تنه کاندیدان دي.

رفسنجاني په ۲۰۰۹ (میلادي) کال کې د جمهور ریس محمود احمدي نژاد د بیا ټاکل کیدو پر ضد مظاهره کونکو د حکومت پر بندیزونو انتقادونه کړي وو.

سعید جلیلي له ۲۰۰۷ (میلادي) کال راهیسې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشري کوي او د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای ته هم نږدې بلل کیږی.

په ایران کې د کاندیدانو دنوم ثبتولو وروستۍ نیټه پرون وه او په نورو لسو ورځو کې به د ایران د پاسدارانو شورا د کاندیدانو وروستۍ لست تایید کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG