د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدیه ګوند په انتخاباتو کې برخه نه اخلي




کراچۍ - په پاکستان کې د مذهبي لږکیو احمدیانو ډلې مشرانو ویلي دي چې د روان کال پر ۱۱ مه نېټه په تر سره کېدونکو ټاکنو کې به ددوی د مسلک پيروان برخه نه اخلي.


د یاد ګوند له مرکز ربوې څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ووټر لېسټونو کې له دوی سره امتیازي چلند کېږي او همدا وجه ده چې دوی د احتجاج په توګه په راتلونکو ټاکنو کې د برخې نه اخیستلو اعلان کوي.

د جماعت احمدیه ویاند سلیم الدین د ګل یا دوشنبې په شپه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې د نورو مذهبونو د پيروانو له پاره نه بلکې یوازې د احمدي مسلک د منونکو له پاره بیل ووټر لېسټونه جوړ شوي دي او دا کار د مخلوطو ټاکنو د قانون په خلاف دی:

((د ټاکنو کمېشن دوه قسمه ووټرلېسټونه جوړ کړي دي، په یو کې ټول یانې مسلمانان، هندوان، سیکان، عیسایان اود نورو مذهبونو د خلکو له پاره دی، دویم لېسټ صرف د احمدیانو له پاره دی.موږ پوښتنه کوو چې له موږ سره د مذهب په بنیاد له تعصب څخه ډک اوامتیازي چلند ولې کېږي؟ همدا وجه ده چې موږ په ټاکنو کې د برخې نه اخیستلو اعلان کوو.))

د سلیم الدین په خبره، دوی د ټاکنو د کمېشن له چارواکو سره په دې اړه څو څو ځل تماس نیولی دی خو د هغوی له خوا تراوسه په دې اړه مثبت ګامونه نه دي اخیستل شوي .

د هغه په وینا، د احمدیانو له پاره جدا ووټر لېسټ جوړول د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ضد عمل دی .

په پاکستان کې څه د پاسه یو لاک احمدي ووټ ورکوونکي مېشت دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د احمدیه فرقې چارواکي په پاکستان کې په ټولټاکنو کې د برخې نه اخیستو اعلان کوي .

دغه ډله د کال ۱۹۷۷ راهیسې په مسلسله توګه په ټولټاکنو کې برخه نه اخلي.

په پاکستان کې له پخوا راهیسې مخلوطې ټولټاکنې دود وې خو د پخواني پوځي ولسمشر ضیا الحق په زمانه کې د مسلمانانو او غیر مسلمو له پاره د جدا جدا ټاکنو نظام منظور کړی شو.

په کال ۲۰۰۲ز کې بل پوځي ولسمشر پروېز مشرف د ضیا الحق نظام ختم کړ او په پاکستان کې د مېشتو ټولو مذهبونو د منونکو له پاره یې د یو ووټر لېسټ د جوړولو منظوري ورکړه خو هغه هم له نوي قانون څخه مستثنا وساتل.

د احمدیه جماعت د چارواکو وینا ده چې که له دوی سره د ټاکنو په نظام کې اوسنی چلند دوام لري، تر هغو به دوی هیڅکله په ټولټاکنو کې برخه وا نه خلي.
XS
SM
MD
LG