د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو د ایران د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه اندیښنه ښودلې


د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې د اروپايي اتحادیی د خارجه پالیسي مشره کیتهرین ایشټن به په پنځلسم مې په استنبول کې د ایران د ایټمي چارو د مشر منځګړي سره ملاقات کوي.


ایشټڼ چې د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل کې د پنځو مستقلو غړیو هیوادونو او د جرمني استازیتوب کوي، د قازقستان په الماتي کې د اپرېل په پنځم او شپږم د شویو خبرو په دوام سره دغه مزکرات کوي.

د دې تر څنګ ټاکل شوې ده چې د ایټمي انرجۍ نړیواله اداره به په پنځلسم مې د ایران د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه د دغه هېواد سره خبرې اترې بېرته بحآلوي.

د نړیوالې ټولنې زیاتره هېوادونه اندښمن دي چې ایران ایټمي وسله تر لاسه کول غواړي. خو تهران ترې انکار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG