د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلا دېش: وزیر اعظمې د ړنګې ودانۍ مالک نیول امر کړی


د بنګله دیش وزير اعظمې شیخ حسینه واجد د هغې ودانۍ د مالک د نیولو امر وکړ چې د چارشنبې پر ورځ ونړېدله.
نوموړې په داسې وخت کې دغه امر ورکړی دی چې د دې ودانۍ د نړېدلو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲۴ ته ورسېد.
پرون نېږدې ۱۰۰ کسان د ړنګې شوې ودانۍ له ملبې څخه ژوندي را و ایستل شول.
د ډاکه ښار چارواکو ويلي دي چې د دې اته پوړيزه ودانۍ مالک سهیل رانا چې کله په ۲۰۰۷ کال کې دغه کمپلېکس جوړاوه نو له چارواکو يې ضروري پرمټ نه وو ترلاسه کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG