د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان پولیس ښځینه مامورانې ځوروي"




د بشري حقونو څار نړیواله اداره (هیومن رایټس واچ) وايي، د افغان پولیسو ښځینه مامورانې د خپل کار په ځای کې په جنسي ډول ځورول کېږي.


ادارې تېره ورځ، د ګڼ شمېر مطبوعاتي رپورټونو یادونه وکړه. په دې رپورټونو کې راغلي، د افغان پولیسو له ښځینه افسرانو سره د دوی نرینه همکارانو جنسي تېری کړی دی.

په یوه بیان کې د بشري حقونو څار ادارې ویلي، د ښځینه پولیس افسرانو اندېښنو هواري له پاره اړینه ده چې په ټول هیواد کې د ښځو پر وړاندې له حده وتلي تاو تریخوالي مخه ونیول شي. اداره وايي، که په پولیسو کې د ښځینه افسرانو شمېر زیات کړل شي نو له دې سره به افغانې ښځې له دوی سره د تاوتریخوالي رپورټ ورکولو او په محافظه کاره ټولنه کې به د انصاف تر لاسه کولو له پاره پولیسو ته زیاته رسیده ګي تر لاسه کړي. د افغانستان په پولیسو کې شا و خوا یو فیصد ښځې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG