د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: د خبریالانو د ژغورنې ملاتړ کې لاریون


د هرات لسګونو خبریالانو نن د دې ولایت د ودانۍ مخې ته مظاهره کړې او د نامعلومو وسلوالو لخوا پر ژورنالستانو د حملو په غندلو سره غوښتنه کوې چې باید عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.


د خبریالانو د ملاتړ ادارې مسول خلیل امیر نن مشال راډيو ته وویل چې تیره شپه نامعلومو وسله والو دهرات داطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مسوول او دیوې سیمیزې راډیو خبریال علي اصغر یعقوبي په ډزو ټپې شوی او دامهال روغتیایی حالت یی نازک ښودل شوی.

د نوموړي په وینا دیوې میاشتي په اږدو کې دا څلورم ځل دی چې په هرات کې پر خبریالانو د غیرو مسولو وسلوالو لخوا فزیکي او وسلې والې حملې کیږی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG