د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند دوه پولیس سربازان ووژل شول



د هلمند په خان نشین ولسوالۍ کې دوه پولیس د وسله والو مخالفانو په حمله کې ووژل شول.


د خان نشین ولسوال شا محمود میر مشال راډیو ته وویل چې، وسله و الو نن غرمه مهال د یادي ولسوالۍ په وزیر آباد سیمه کې د پولیسو پر ګزمې حمله وکړه او دوه پولیس یې ووژل.

دی وایې په ځوابي ډزو کې یو وسله وال طالب هم وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه ددې پيښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG